په عراق كښې د داعش په ضد عملياتو په مهال پوځي چورلكه ړنګه شوه ، په پېښه كښې 5 عسكر مړه شوي

بغداد 29 جولائي (اے پي پي) په عراق كښې د داعش د پټو غړو په ضد د عملياتو په مهال پوځي چورلكه رانسكوره شوې او په پېښه كښې 5 عسكر مړه شوي. د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د عراق پوځ د پېښې وجه ښودلو نه بغېر ووئيل دا پېښه د زيارت په ورځ د شمالي صلاح الدين ولايت په طوز سيمه كښې هغه وخت رامېنځ ته شوه كله چې د داعش د شكمنو پټو غړو په ضد عمليات روان وو.