د امريكې په الاسكا ايالت كښې د 7.3 شدت زلزله راغله

واشنګټن 29 جولائي (اے پي پي) د امريكې په الاسكا ايالت كښې د 7.3 شدت زلزله راغلې. د چين مېډيا له مخې د امريكې جيالوجيكل سروے وئيلي دي د زلزلې جړقونه د الاسكا په سوئيلي ختيځه پري ول سيمه كښې محسوس شوي. په رېكټر سكېل د زلزلې شدت 7.3 ريكارډ كړے شوے. د زلزلې مركز په زمكه كښې 12.4 كلوميټره ژور ؤ. د ابتدائي اطلاعات له مخې په زلزله كښې د كوم ځاني يا مالي زيان اطلاع نه ده راغلې.