چيف آف نيول سټاف آل پاکستان هاکي ټورنامنټ وځنډولے شو

اسلام آباد 27جولائي (اے پي پي) د نيول سپورټس ډائريکټوريټ د سيوري لاندي دريم چيف آف نيول سټاف آل پاکستان هاکي ټورنامنټ ځنډولے شوے۔ د پاکستان هاکي فيډرېشن د ايونټ ځنډولو نوټيفکيشن جاري کړے چې له مخي ئې نيول سپورټس ډائريکټوريټ د سيوري لاندي ايونټ په صوبه كښې د كورونا زياتو شوو كيسونو له امله ځنډولے شوے۔ پي ايچ ايف سيکرټري جنرل آصف باجوہ ووئيل چيف آف نيول سټاف هاکي ټورنامنټ د 01 نه 08 آګست په كراچۍ كښې كيدو ٬ د ايونټ نوې نېټه به د 21 اګست نه پس اعلانولې شي