هيومن رائټس واچ مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په صورتحال اندېښنه ښكاره كړه

نیویارک۔27 جولائی (اے پی پی) د بشري حقونو نړيوال تنظيم هيومن رائټس واچ په مقبوضه كشمير كښې د تور قانون پبلک سېفټی اېکټ ترسېوري لاندې د نظر بندو كشميريانو د ناوړه حالت په اړه مقبوضه سيمه كښی د بشري حقونو په سخت ځپلي صورتحال اندېښنه ښكاره كړې ۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې هیومن رائټس واچ په خپل نړيوال رپورټ 2021 كښې د هند په شمول د 100 نه زياتو هېوادونو كښې د بشري حقونو د صورتحال جاج اغستے ۔ رپورټ كښې وئيلي شوي مقبوضه جمو وكشمير كښې د نافذ كړي دې تور قانون ترسېوري لاندې د هندي ځواكونو اهلكارو ته د بشري حقونو له مينځه وړولو له پرله پسې استثنی ترلاسه ده۔ تېر كال د جولائي مياشت كښې هندي عسكرو شوپياں ضلع كښې درې كشميريان د عسكريت خوښي ګرځولو په تور وژلي وو ۔ بياهم د هغوي كورنيو په سوشل ميډيا د هغوي عكسونه جاري كولو او د هغوي شناخت وركولو سره د هندي ځواكونو ادعا مسترد كړه او دا ئې ووئيل چې هغوي مزدوران وو۔ دغسې د هند ځواكونه د مظاهرچيانو منتشر كولو له پرله پسې پېلټ ګنز كاروي چې په نتيجه كښې ئې خلق ژوبل او بصارت څخه محروم كېږي۔ مقبوضه كشمير كښې د ابلاغ په ذريعو د بندېز لګولو په حقله هيومن رائټس واچ خپل رپورټ كښی وئيلي دي جون مياشت كښې د هند انتظاميې مقبوضه سيمه كښې يوه نوې ميډيا پالېسي معارفي كړې كومه كښې چې قابضو چارواكو ته د جعلي خبرونو ٬ غلا او د غېر اخلاقي يا هېواد دښمنه هلو ځلو تعين لپاره او د ميډيا ډلو ٬ خبريالانو او اېډيټرانو په ضد د كارروائۍ اختيار وركړے۔ هيومن رائټس واچ د كشمير چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټريز حواله وركولو په توګه د كشميريانو سوداګرو ستونزې په ډاګه كړي ۔ د کشمیر سوداګرو د اګست 2019 نه پس د درېو مياشتو لاك ډاؤن په مهال نزدې د دوه اربه 40 كروړه ډالرو زيان پورته كړے۔ د رپورټ له مخې په لوئيديز بنګال كښې پوليس پيو اخستو له د كور نه وتلے يو 32 كلن ځوان هم وژلے۔ د اترپردېش څخه ترلاسه شوې وډيو كښې د پوليس په غېر رياستي مزدورانو تشدد ښودلے شوے۔ د تېر كال په اولنو لسو مياشتو كښې د هند د بشري حقونو كمېشن د پوليس په ولقه كښې د 77 كسانو د وژلے كېدو ٬ په عدالتي تحويل كښې د يو زر 338 كسانو د وژلو او په غېر قانوني توګه د 62 كسانو د وژلے كېدو پېښې رپورټ شوي