د پاكستان او وېسټ انډيز ترمينځه اولنے ټي 20 كركټ مېچ د شورؤ په ورځ كېږي

بارباډوس۔27جولائی(اے پی پی) د پاكستان او وېسټ انډيز ترمينځه د ټي 20 سيريز شېډول كښې د بدلون او د يو ټي -20 مېچ كمي نه پس د څلورو مېچونو د سيريز اولنے مېچ نن د شورؤ په ورځ برج ټاؤڼ بارباډوس كښې كېږي۔ قامي لوبډله دا مهال د وېسټ انډيز په دوره ده چرته به چې هغه د كوربه لوبډلې په ضد د 4 ټي -20 نړيوالو مېچونو سيريز كوي۔ د سيريز اولنے مېچ به نن د شورؤ په ورځ بارباډوس كښې كېږي۔ د پاكستان كركټ لوبډله به د بابراعظم او د وېسټ انډيز كركټ لوبډله به د كېرن پولارډ په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د سيريز دوهم مېچ به په 31 جولائي ٬ درېم په 1م اګست او څلورم او وروستے مېچ به په 3 اګست كېږي۔د ټي-20 سيريز نه وروستو د دواړو لوبډلو ترمينځه د دوو ټېسټ سيريز مېچونو اولنے ټېسټ مېچ 12 نه تر 16 اګست جمېكا او دويم او وروستے مېچ به 20 نه تر 24 اګست هم په دغه مېدان جمېكا كښې كولې شي