كرنل مجاهد الله ترين د الفېصل فټ بال كلب صدر محمد شدير سره غمرازي ښكاره كړه

اسلام آباد۔27جولائی(اے پی پی) د پاكستان فټ بال فېډرېشن پخواني سېكرټري جنرل كرنل مجاهد الله ترين د الفېصل فټ بال كلب صدر محمد شدير سره د هغه د خور په مړينه غمرازي ښكاره كړې ده۔ هغه دعا وكړه چې پاك پروردګار دے په حق رسېدلې له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔