اولمپک ګېمز، مینز باسکټ بال ایونټ كښې چین بیلجیئم او سربیا جاپان ته ماتې وركړه

ټوکیو۔26جولائی(اے پی پی) اولمپک ګېمز، مینز باسکټ بال ایونټ كښې چین بیلجیئم او سربیا جاپان ته ماتې وركړې ده۔ وېمنز ایونټ كښې چین او رومانیه خپل خپل مېچونه ګټلي دي۔ د تفصیلات له مخې د جاپان پلازمينه ټوكيو كښې د اولمپكس خوندورې مبارزې روانې دي۔ تېره ورځ د مېنز باسكټ بال ايونټ په اولني راؤنډ كښې چين بیلجیئم ته د سختې مبارزې نه وروسته 20-21 سره ماتې وركړه۔ په دويم مېچ كښې سربيا د كوربه لوبډلې جاپان په ضد 11-21 سره كاميابي ترلاسه كړه۔ د مېرمنو په ايونټ كښې چين جاپان ته 12-15 او رومانيه منګوليا ته 14-22 سره ماتې وركړې ده۔