افغانستان كښې تل پاتې امن او سيمه ايزو اقتصادي رابطو لپاره به نوې لارې هوارول وي۔ وزيراعظم عمران خان

APP59-190721 ISLAMABAD: July 19 – US Special Representative for Afghanistan Reconciliation, Mr. Zalmay Khalilzad calls on Prime Minister Imran Khan. APP

اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي په افغانستان كښې د استحكام نشتوالې او شخړه د پاکستان په ګټه نه ده٬ افغانستان كښې به تل پاتې امن او سيمه ايزو اقتصادي رابطو لپاره نوې لارې هوارول وي۔ دا خبرې وزيراعظم عمران خان د افغان روغې جوړې عمل لپاره د امريکې خاص استازي زلمے خليل زاد سره كړې چا چې د ګل په ورځ دوي سره ملاقات كولو۔ په ملاقات كښې په افغانستان كښې په رامخې ته شوي صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې او د افغان امن عمل په تندولو په ضرورت زور رواړې شو۔ وزيراعظم عمران خان په افغانستان كښې د څلورو لسيزو راهسې د جاري جنګ خاتمې لپاره د جامع٬ په پراخه بنياد او سياسي حل ترلاسه كولو لپاره د امن هلو ځلو كښې سهولت وركولو لپاره د پاكستان تعميري ستړې رامخې ته كړې۔ ده ووئيل په افغانستان كښې اړې ګړې او عدم استحكام د پاكستان په ګټه نه دې ځكه چې پاکستان كښې د كډوالو نورې اضافې سره به د امنيت پحقله سنګين چېلنجونه رامېنځ ته شي۔ ده ووئيل افغانستان كښې به تل پاتې امن او سيمه ايزو اقتصادي رابطو لپاره نوې لارې هوارول وي۔ وزيراعظم د دې خبرې پخلې وكړو چې زه بيا په دې خبره زور راوړم چې افغان شخړه كوم پوځي حل نه لري۔ ده ووئيل په زور زبردستۍ حكومت جوړېدو سره به تنازعه حل نه شي او يوازې د مذاكراتو د لارې تصفيه په افغانستان كښې تل پاتې او مستحكم امن راوستې شي٬ سوله ايز، مستحکم او يو موټې افغانستان لپاره د پاکستان د پرله پسې ملاتړ پخلي كولو سره وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې محفوظه لويديزه پوله د پاكستان په ګټه ده او پاکستان د امريکې او نورو اړوند هېوادونو سره د امن هلو ځلولپاره په نزدې رابطو جاري ساتلو كښې خوښي لري۔ ده په دې خبر زو رواړو چې ټولو افغان ډلو له به د مقصد وړ خبرو لپاره د نرمۍ څرګندونه كول وي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د افغانستان ګاٶنډي او سيمه ايزو هېوادونو لپاره ضروري ده چې ھغوي په افغانستان كښې پائيدارې سياسي تصفيې لپاره په ګډه تعميري كار وكړي د كوم چې په مونږ په دې ورستيو كښې په تاشقند کنفرنس كښې هم وړاندېز وركړے ٶ۔ دا خبره د يادونې وړ ده چې د امريکې خاص استازي زلمے خليل زاد د منطقې دورې په مهال د اسلام آباد په يوه ورځنۍ دوره راغلے دے۔(Gul)