د پاكستان او وېسټ انډيز مېرمنو لوبډلو ترمينځه دريم ون ډے مېچ (نن) كيږي

اينټيګوا 15جولائي (اے پي پي) د پاكستان او وېسټ انډيز اے مېرمنو لوبډلو ترمينځه دريم او آخري ون ډے به نن د جمعې په ورځ كالج كركټ ګرائونډ، اينټيګوا كښې كيږي۔ پاكستان اے ته د درېو ميچونو په سيريز كښې 0-2 سره وړاندې والے ترلاسه دے۔ په وړومبي ميچ كښې ګرين شرټس د كوربه ډلي په ضد 9 وكټو او دويم ميچ كښې په 80 رنز سره كاميابي ترلاسه كړې