د طالبانو په اقتدار كښې د راتلو په صورت برتانيه دوي سره كار كولې شي۔ د برتانيې دفاع وزير

لندن14جولائي (اے پي پي) د برتانيې دفاع وزير بن ويليسنے وئيلي دي كه طالبان د شراكتدارۍ د لارې په اقتدار كښې راشي او د بشري حقونو پالنه كوي نو په دې صورت كښې برتانيه دوي سره كار كولې شي خو د بشري حقونو د خلاف ورزۍ په صورت به دوري سره په اړيكو نظر ثاني كولې شي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د شورو په ورځ د برتانيې ډېلي ټېلي ګراف سره خپله مركه كښې ده ووئيل د اقتدار واګې كه د هر چا په لاسو كښې وي او ھغوي د ځينې نريوالو ضابطو پالنه كوي نو د برتانيې واكداران به دوي سره كار كوي خو ده خبردارےوركړو چې كه طالبان په اقتدار كښې راشي او ھغوي د نړۍ د نورو واكمنو غوندې د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ كوي نو برتانيه به په خپلو اړيكو نظر ثاني كوي۔ ده ووئيل په ځينې ځاے د امن عمل لپاره د دښمن شرطونه هم منل وي۔ د دفاع وزير طالبانو او افغان واكمنو ته د كلونو راهسې جنګ څخه د تباه شوي هېواد استحكام لپاره په ګډه د كار كولو غږ وكړو۔ ده ووئېل كه په افغانستان كښې د طالبانو او موجوده سياسي ډلو مخلوط حكومت جوړ شي نو مونږ افغانستان سره د اړيكو عزم لرو او هم ھغسې به ورسره كار كوٶ۔ د برتانيې دفاع وزير تسليم كړه چې د برتانيې به طالبانو سره كار كول يو شخړيزه معامله وي