د پاكستان او ويسټ انډيز مېرمنو لوبډلو ترمينځه څلورم ون ډے مېچ (نن) كېږي

اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د پاكستان او ويسټ انډيز مېرمنو لوبډلو ترمينځه څلورم ون ډے مېچ به(نن)د زيارت په ورځ سرويون رچرډ سټېډيم٬نارت ساؤنډ اینټیګوا كښې كېږي۔د ويسټ انډيز مېرمنو ته د پنځو ميچونو په سيريز كښې 0-3 سره كاميابي ترلاسه ده٬په وړومبي ون ډے مېچ كښې كوربه ډلې 5 وكټو٬دوهم ون ډے كښې په 2 وكټو او درېم مېچ كښې د 8 وكټو سره كاميابي ترلاسه كړې۔د دواړو ډلو ترمينځه د سيريز پنځم او آخري ون ډے مېچ به د جولائي په اتلسمه نېټه كالج ګراؤنډ اينټيګوا كښې كېږي۔د يادونې وړ ده د ويسټ انډيز دلې د دې څخه وړاندې د پاكستان څخه درې ټي 20 ميچونو سيريز كښې ټول ميچونه ګټلې وو۔