انقره14 اپریل (اے پی پی) تركيه كښې د ګورننس سسټم بدلولو لپاره ريفرنډم(سبا)د اتوار پھ ورځ كېږي۔په دې اړه جاري شوې يوې سروے له مخې د ريفرنډم په حق كښې د زياتو رايو رامخې ته كېدو امكان دے او د دغې نه پس به اولس مشر طيب اردوان ته لا زيات اختيارات ترلاسه شي۔د مېډيا راپور له مخې 51.3 فيصد خلق د آئيني بدلون په حق كښې او 48.7 فيصده …
تركيه كښې د ګورننس سسټم بدلولو لپاره ريفرنډم(سبا)كېږي
انقره14 اپریل (اے پی پی) تركيه كښې د ګورننس سسټم بدلولو لپاره ريفرنډم(سبا)د اتوار پھ ورځ كېږي۔په دې اړه جاري شوې يوې سروے له مخې د ريفرنډم په حق كښې د زياتو رايو رامخې ته كېدو امكان دے او د دغې نه پس به اولس مشر طيب اردوان ته لا زيات اختيارات ترلاسه شي۔د مېډيا راپور له مخې 51.3 فيصد خلق د آئيني بدلون په حق كښې او 48.7 فيصده ئې په ضد رائے وركولې شي۔د يادونې وړ ده د اتوار په ورځ كېدونكې ريفرنډم څخه به د تركيه ګورننس سسټم په بشپړه توګه بدل شي او هلته به د پارلماني نظام په ځاې صدارتي نظام نافذ كړې شي










