د وېسټ انډيز او سوئيلي افريقې ترمينځه درېم ټي 20 نړيوال كركټ مېچ نن كېږي

سېنټ جارجز۔28جون(اے پی پی) د وېسټ انډيز او سوئيلي افريقې كركټ لوبډلې ترمينځه د 5 ټي 20 مېچونو سيريز درېم مېچ نن د نهې په ورځ سېنټ جارجز كښې كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د 5 مېچونو سيريز تر دې دمه 1-1 سره برابر دے۔ كوربه لوبډلې په اولني مېچ كښې پروټيز ته په 8 وكټونو ماتې وركړې وه۔ په دويم مېچ كښې پروټيز كوربه لوبډلې ته په 16 رنز سره ماتې وركولو سره سيريز 1-1 سره برابر كړے۔ د سوئيلي افريقې لوبډلې دې نه وړاندې د دوه ټېسټ مېچونو په سيريز كښې وېسټ انډيز ته ماتېوركړې وه ۔ وېسټ انډین لوبډله به د كرېګ براتھوېټ او د سوئيلي افريقا لوبډله به د تیمبا بووما په مشرۍ كښې لوبېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د سيريز څلورم مېچ به د جولائي په اولنۍ او پنځم او روستې مېچ به د جولائي په 3مه نېټه كولې شي۔ دا ټول مېچونه به په نېشنل كركټ سټېډيم ٬ سېنټ جارجز كښې كولې شي