د پي اېس اېل فائنل لوبه نن د ملتان سلطانز او پشاور زلمي ترمينځه كېږي

ابوظهبی۔23جون(اے پی پی) د پاكستان سپر ليګ 6م اېډيشن فائنل مېچ (نن) د زيارت په ورځ د ملتان سلطانز او پشاور زلمي لوبډلو ترمينځه په شېخ زېد سټېډيم ٬ ابوظهبي كښې كېږي۔ ملتان سلطانز په اولني ځل فائنل ته رسېدلې ډله ده۔ د ملتان سلطانز مشري وكټ كيپر بېټسمېن محمد رضوان كوي۔ په نورو نوموړو لوبغاړو كښې سهېل تنویر، صهېب مقصود، رلی روسو او عمران طاهر شامل دي ۔ پشاور زلمي لوبډله كراچي كنګز ته په ماتې وركولو په څلورم ځل فائنل ته رسېدلې ۔ په كال 2017 كښې فائنل مېچ كښې پشاور زلمي كوئټه ګلېډي اېټرز ته ماتې وركولو سره په اولني ځل ټائټل په خپل نوم كړے ؤ۔ د پشاور زلمي لوبډلې مشري فاسټ باؤلر وهاب رياض انجم كوي او په نورو نوموړو لوبغاړو كښې كامران اكمل ٬ شعېب ملك ٬ جوناتھن وېلز او شرفین ردرفورډ شامل دي