محمد عامر په يو ورځڼي كركټ كښې د وكټونو نيمه سنچري كوؤنكې 29م پاكستانے باؤلر شو۔

ګیانا 12 اپریل (اے پی پی) د پاكستان كركټ لوبډلې فاسټ باؤلر محمد عامر په يو ورځڼي كركټ كښې د وكټو نيمه سنچري بشپړه كړې۔ هغه د اعزاز ترلاسه كوؤنكې 29م پاكستاني باؤلر جوړ شوے۔ عامر تېره ورځ د وېسټ انډيز په ضد آخري مېچ كښې دا كارنامه ترسره كړې۔ د تفصيلات ترمخه عامر چې كله د وېسټ انډيز په ضد مېدان ته راوتلو نو هغه ته د خپل كېريئر …

ګیانا 12 اپریل (اے پی پی) د پاكستان كركټ لوبډلې فاسټ باؤلر محمد عامر په يو ورځڼي كركټ كښې د وكټو نيمه سنچري بشپړه كړې۔ هغه د اعزاز ترلاسه كوؤنكې 29م پاكستاني باؤلر جوړ شوے۔ عامر تېره ورځ د وېسټ انډيز په ضد آخري مېچ كښې دا كارنامه ترسره كړې۔ د تفصيلات ترمخه عامر چې كله د وېسټ انډيز په ضد مېدان ته راوتلو نو هغه ته د خپل كېريئر 50 وكټونه تر سره كولو له 2 وكټې پكار وې۔ ده مېچ كښې دوه لوبغاړي اؤټ كړل او د وكټو نيمه سېنچري ئې بشپړه كړه۔ د پاكستان لخوا د زياتو ون ډے وكټو اعزاز وسيم اكرم ته ترلاسه دے چا چې 502 وكټونه ترلاسه كړي دي