د پاكستان او امريكې دوه اړخيزه اړيكو لا ودې لپاره د روابطو او خبرو اترو تسلسل ته اړتيا ده

اسلام آباد 07 اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي وئېلي دي د پاكستان او امريكې ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو لا ودې لپاره د روابطو او خبرو اترو تسلسل ته اړتيا ده ۔ده دا خبره د جمعې پھ ورځ د امريكې پخوانو اعلٰی چارواكو او د پوهانو ډلې سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې ده سره د جمعې پھ ورځ خارجه دفتر …

اسلام آباد 07 اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي وئېلي دي د پاكستان او امريكې ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو لا ودې لپاره د روابطو او خبرو اترو تسلسل ته اړتيا ده ۔ده دا خبره د جمعې پھ ورځ د امريكې پخوانو اعلٰی چارواكو او د پوهانو ډلې سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې ده سره د جمعې پھ ورځ خارجه دفتر كښې ملاقات كولو۔د امريكائي چارواكو ډله د امريكې او پاكستان په دوه اړخيزه خبرو اترو كښې ګډون كولو لپاره پاكستان ته راغلې ده۔په دې ډله كښې پخوانې امريكائي سفير رابن رافېل٬رچرډ بوشر٬ټريسابيكن٬ډيوډ سمت او مائيكل ګوګل مين شامل دي۔د خارجه دفتر وياند له مخې خاص مرستيال په خبرو كښې د ګډون كوونكو هركلې كولو سره د دواړو هېوادونو ترمينځه د مرستې او تفاهم ودې لپاره په كردار ادا كولو مننه وكړه۔طارق فاطمي د امريكې ډله د ترهه ګرۍ په ضد جنګ او د امنيتي وضعې بهترۍ په اړه د پاكستان د كاميابو نه خبر كړه۔په دې دوه اړخيزه خبرو كښې د ريجنل پيس انسټي ټيوټ مشر راؤف حسن٬د خزانې پخوانې وزير حفيظ٬محمد صادق او پخواني آئي جي طارق كهوسه د پاكستان نمائندګي وكړه

مزید خبریں