د زيات سخت وخت نه راوتې يو٬ اوس ښه وخت راروان دے٬ د مشكل صورتحال باجود د پاكستان معيشت ښه كېږي، اكنامك زونز جوړېدو سره به د هېواد برآمدات زيات شي۔ د وزيراعظم عمران خان د رشکئۍ خاص اكنامك زون كمرشل لانچ دستورې وېنا

APP01-280521 RASHAKAI: May 28 - Prime Minister Imran Khan addressing during the commercial launching ceremony of Rashakai Prioritized Special Economic Zone. APP

اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د زيات سخت وخت نه راوتې يو٬ اوس ښه وخت راروان دے٬ مخالفين په اقتصادي شرح نمو حېران دي٬ اكنامك زونز جوړېدو سره به د هېواد برآمدات زيات شي۔ وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ د رشكئۍ اكنامك زون كمرشل لانچ دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل نن نه يوازې خېبرپښتونخوا بلكې پاكستان لپاره خوشبېينه ورځ ده، صنعتونه جوړېدو نه غېر د دولت پېداوار زياتېدے نشي ٬ رشكئۍ اقتصادي زون د سي پېك برخه ده، وزيراعظم ووئيل چين په نړۍ كښې په بيړه ترقي كونكے هېواد دے٬ د لويديز صنعتي پرمختګ پخوانۍ خبره ده٬ مونږ له د چين صنعتي پرمختګ څخه زده كړې ته اړتيا ده،۔ده د خېبر پښتونخوا اعلٰې وزير ته امر وكړٶ چې د زون زمكه خرڅه نه كړئ بلكې په ليز دا صنعت كارو ته وركړئ٬ دغسې چې صنعتونه جوړ شي۔ده ووئېل ليز هم كم اوساتئ دغسې چې كارخاندار دلته كارخانې جوړې كړي۔ وزيراعظم ووئيل دلته به داسې كارخانې جوړولې شي چې ورسره به برآمدات زيات شي او د دولت پېداوار به هم زيات شي٬ يوازې په دانو او تخم خرڅولو مونږ ترقي نه شو كولې ٬ چين چې څنګه صنعت ته ترقي وركړې او برآمدات زياتولو لپاره ئې اقتصادي زونز جوړ كړي٬ مونږ له به هم جوړول وي۔ ده ووئيل د بده مرغه په ماضي كښې برآمدات زياتولو ته پاملرنه نه ده شوې او پاكستان ئې سرمايه كار دوست هېواد نه دے جوړ كړے٬ رشکئۍ اکنامک زون جوړېدو سره به برامدات زيات شي۔ده اعلٰې وزير ته امر وكړو چې سرمايه كارو لپاره آسانۍ راپېدا كړي٬ ون ونډو آپرېشن پكار دے٬ د حكومت كار سرمايه كارو لپاره آسانۍ راپېدا كول دي۔ وزيراعظم ووئيل د چين صنعتونه اوس داسې هېوادونو ته منتقل كېږي چرته چې پرې لګښت كم راځي٬ مونږ د چين سرمايه كار پاكستان ته په راوستلو كښې خوښي لرو٬ مونږ به بهر هېوادونو كښې خپلو سرمايه كارو ته هم ترغيب وركوٶ څوك چې په بنګله دېش دوبئۍ ٬ ماليزيا او نورو هېوادونو كښې كارخانې جوړوي ۔ ده ووئيل لوي څښتن پاكستان ته زيات وسائل وربخښلي٬ مونږ چې اقتدار ترلاسه كړو نو پاكستان ديواليه كېدو ته نزدے ٶ٬ د قرض قسط لپاره پېسې نه وي٬ مونږ د ډېر سخت وخت نه راتېر شوې يو، د چين٬ سعودي عرب او د متحدہ عرب امارات غوندې دوستانو كه ھغه وخت زمونږ مرسته نه وه كړې نو مونږ به ديواليه شوې وو او د دې مطلب به دا ٶ چې د روپۍ قدر به لا ټېټ شوے ٶ او د ګرانۍ پېرے به د بوتل نه راوتې ؤ ٬ خو د الله پاك شكر دے چې په سخت وخت راتېر شو دا د زمونږ د ژوند سخت وخت ٶ۔ده ووئېل د دې نه پس د كرونا وباء راغله كومې چې ګرده نړۍ وځپله خو الحمدالله د كرونا وباء څخه چې څنګه پاكستان راوتے د دې مثال نه موندلے كېږي٬ اللہ تعاليٰ په مونږ كرم وكړو٬ اېن سي او سي په ښه ډول خپل كردار ولوبولو٬ په ما لاك ډاٶن لپاره ډېر فشار ٶ خو كه زه په فشار كښې راغلے ووم نو زمونږ حال به هم د هند غوندې ؤ ۔ وزيراعظم ووئيل لوږې وهلي خلق د لاك ډاٶن د لارې په كورونو كښې نشي بندېدې٬ هند كښې د لاك ډاٶن له امله خلق يو خوا د لوږې مري او بلخوا په رنځ ٬ خو الحمداللہ مونږ خپل اولس د لوږې او د مرګ نه هم بچ كړے او اللہ د رنځ نه هم ساتلے دے۔ وزيراعظم ووئيل د معيشت صورتحال بهترېږي٬ مخالفيبن حېران دي او اوس وائي چې دومره زياته شرح ترقي څنګه وشوه۔ زه دوي ته وئيل غواړم چې مونږ ټګي نه كوٶ٬ نيوټرل اېمپائر په كركټ كښې هم ما راوستے دے او اوس هم د نيوټرل اېمپائر د لارې بريالے كېدونكے يم ۔ وزيراعظم ووئيل د سخت صورتحال باوجود د پاکستان معيشت ښه كېږي٬ لارج سکيل مينوفيکچرنګ زياتېري۔ كروندګر سوكاله كېږي٬ د ګني٬ وريژو او د غنمو پشمول د فصلونو رېكارډ پېداوار شوے او كروندګرو ته رېكارډ پېسه په لاسه ورغلې ۔ شوګر ملونو به كروندګرو ته تر اوږدې مودې د دوي پېسې نه وركولې او د ګني بيعه هم ټيټه وه ٬ مونږ د ګني بيعه زياته كړه او كروندګرو ته مو د دوي معاوضه هم وركړه۔ده ووئېل په كليوالو سيمو كښې خوشحالي راغلې٬ ټرېكټر،موټر سائيکل، ګاډي او د سرې رېكارډ خرڅ شوے ٬ صنعتونه روان شوي ٬ ښه وخت راروان دے٬ ما قام ته وئيلي وٶ چې ېرېږۍ مه٬ د صبر نه كار واخلې خو خلقو صبر نه كولو او ېرېدل به ٬ اللہ تعاليٰ ته د انسان په سخت وخت كښې د صبر صفت ډېر خوښ دے٬ زمونږ زيات سخت وخت ختم شوے ۔ده ووئېل اوس خطر دا دے چې څنګه څنګه معيشت وده كوي په كرنټ اكاٶنټ به فشار زياتېږي٬ دوه نيم كاله وړاندې چې مونږ اقتدار ترلاسه كړو نو د 20 اربه زيان سره مخ ٶ كوم چې د هېواد د تاريخ لوي زيان ٶ اوس كرنټ اكاٶنټ سرپلس دے ٬ يعنې ډالر زيات راروان دے او د روپۍ قدر قوي كېږي ۔ده ووئېل زمونږ پانګې زياتېږي څنګه چې معيشت پرمختګ كوي زمونږ صنعتونو له به د بهر نه څيزونه راغوښتل وي ٬ دې سره خطر دا دے چې چرته د ډالر بهر تلل پېل نه شي۔ وزيراعظم د اورسيز پاكستانيانو د كردار ستائنه كولو سره ووئيل ھغوي رېكارډ ترسيلات زر رالېږلي٬ مونږ دا هڅه كوٶ چې بيا آئي اېم اېف سره مراجعه ونه كړو٬ د ډالر كمے نه وي او په روپۍ فشار رانشي٬ مونږ له اورسيز پاكستانيانو ته لا ترغيب وركول دي چې ھغوي پېسې پاكستان ته راولېږي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د سي پېك راتلونكے پړاٶ د اكنامك زون دے٬ دې زونز جورولو سره به برامدات زيات شي۔ وزيراعظم د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰې او د ده د ډلې ستائنه كولو سره ووئيل دوي د اكنامك زون پحقله په بيړه كار كړے۔ وزيراعظم ووئيل كه په دې لړ كښې كوم خنډان رامخې ته شول نو ما خبر كړې ة وفاقي حكومت به هېواد كښې د صنعتونو ودې لپاره هر ډول ممكنه كردار لوبوي۔ دستوره كښې د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمود خان او د چين سفير نونګ رونګ هم موجود وٶ