اسلام آباد 05 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې په لاهور كښې د مردم شمارې په ډله د بزدلانه بريد غندنه كړې په كوم كښې چې د 4 امنيتي اهلكارو پشمول 6 كسان شهيدان شوي دي۔ د شورو په ورځ په خپل بيان كښې دوهمې وزيرې د ناوړه كاروائۍ عندنه كولو سره ووئيل چې د امنيتي اهلكارو پشمول د 6 كسانو په ځاني زيان غمجن يو۔ …
دا ډول بريدونه د اولس ٬ حكومت او امنيتي ادارو د هېواد څخه د ترهه ګرۍ لعنت د خاتمې عزم نه شي متزلزل كولې۔ مريم اورنګزېب
اسلام آباد 05 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې په لاهور كښې د مردم شمارې په ډله د بزدلانه بريد غندنه كړې په كوم كښې چې د 4 امنيتي اهلكارو پشمول 6 كسان شهيدان شوي دي۔ د شورو په ورځ په خپل بيان كښې دوهمې وزيرې د ناوړه كاروائۍ عندنه كولو سره ووئيل چې د امنيتي اهلكارو پشمول د 6 كسانو په ځاني زيان غمجن يو۔ دوهمې وزيرې د شهيدانو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه كولو سره د ژوبل شويو زر روغتيا او ځپليو كورنيو سره د يوالي څرګندونه وكړه ۔ دې دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښادو له د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنو كورنيو ته د زغم توفيق وركړي۔ مريم اورنګزېب ووئيل دا ډول بريدونه د اولس٬ حكومت او امنيتي ادارو د هېواد څخه د ترهه ګرۍ لعنت د خاتمې عزم نه شي متزلزل كولې











