د چين او روسيه اولس مشرانو د اتومي توان مرستې منصوبې دستوره كښې ګډون

بيجنګ 20 مئي (اے پي پي) د چين صدر شي جن پنګ د روسيه خپل همڅنګ ولاديمير پيوټن سره د وېډيو لنك د لارې د دوه اړخيزه اتومي توان مرستې منصوبې د بنياد تيګه اېښودو دستوره كښې ګډون كړے۔ دواړو مشرانو په دې موقع د چين او روسيه ترمېنځه د اتومي توان په څانګه كښې د مرستې بشپړه ستائنه كړې ۔