د وېسټ انډېز او د پاكستان د كركټ لوبډلو ترمېنځه د يو ورځني مېچونو د سېريز وړومبې مېچ به ﴿سبا﴾ كېږي

ګيانا 05 اپرېل (اے پي پي) د وېسټ انډېز او د پاكستان د كركټ لوبډلو ترمېنځه د يو ورځني مېچونو د سېريز وړومبې مېچ به ﴿سبا﴾ د جمعې په ورځ د اپرېل په 7مه نېټه كېږي۔ د پاكستان د كركټ لوبډلې د دې نه وړاندې د ټي ټونټي د څلورو مېچونو په سېريز كوربه ډلې ته د يو په مقابله د دريو مېچونو په ګټلو ماتې وركړې وه۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه دويم يو ورځنې مېچ به د اپرېل په 9مه نېټه په ګيانا او دريم او وروستې مېچ به د اپرېل په 11مه نېټه په هم دې لوبغالي كښې كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه ټېسټ سېريز به د اپرېل په 22مه نېټه كېږي