اسلام آباد 05 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د لاهور په چاودنه كښې په قېمتي ځاني زيان خواشيني ښودلې۔ د شورو په ورځ وزيراعظم د غمرازې په پېغام كښې د شهيدانو كورنيو سره د همدردې څرګندونه وكړه او د شهيدانو لوړو درجو لپاره ئې دعا وكړه۔ وزيراعظم د پاك پوځ اهلكارو ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كړه كوم چې د قومي مردم شمارې په مهال د خپلې …
وزيراعظم محمد نواز شريف د لاهور په چاودنه كښې په قېمتي ځاني زيان خواشيني وښودله
اسلام آباد 05 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د لاهور په چاودنه كښې په قېمتي ځاني زيان خواشيني ښودلې۔ د شورو په ورځ وزيراعظم د غمرازې په پېغام كښې د شهيدانو كورنيو سره د همدردې څرګندونه وكړه او د شهيدانو لوړو درجو لپاره ئې دعا وكړه۔ وزيراعظم د پاك پوځ اهلكارو ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كړه كوم چې د قومي مردم شمارې په مهال د خپلې فريضې ترسره كولو په مهال په نښه كړې شوي دي۔ وزيراعظم اړوند چارواكو ته هدايت وكړو چې د صوبائي حكومت دې هر ډول مطلوبه مرسته وكړې شي۔











