د پاكستان په درېم ځل ټاكلے شوے وزيراعظم د درې نسلونو ځواب كوي۔ د عمران نه چې ځواب وغوښتلے شي نو ادارو ته سپكه وېنا كول پېل كړي۔ د خپلې نااهلۍ ٬ كرپشن او دروغو پټولو له په ژړا لاس پورې كړي۔ عمران چې څومره هم د دروغو تورونه ولګوي ٬ څومره هم ژرا وكړي په كال 2018 كښې به اولس ته ځواب وركوي۔ د عمران خان صاحب تر ټولو لويه مسئله د پاكستان پرمختګ دے۔ اوس هم وخت دے چې د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ كښې د وزيراعظم نواز شريف ملګرتيا وكړي۔ د اطلاعاتو او خپرونو او قامي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب بيان

اسلام آباد ۔ 02 اپریل(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو او قامي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي د پاكستان په درېم ځل ټاكلے شوے وزيراعظم د درې نسلونو ځواب كوي۔ د عمران نه چې ځواب وغوښتلے شي نو ادارو ته سپكه وېنا كول پېل كړي۔ د خپل نااهلۍ ٬ كرپشن او دروغو پټولو له په ژړا لاس پورې كړي۔ عمران چې څومره هم د دروغو تورونه ولګوي …

اسلام آباد ۔ 02 اپریل(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو او قامي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب
وئيلي دي د پاكستان په درېم ځل ټاكلے شوے وزيراعظم د درې نسلونو ځواب كوي۔ د عمران نه چې ځواب وغوښتلے شي نو ادارو ته سپكه وېنا كول پېل كړي۔ د خپل نااهلۍ ٬ كرپشن او دروغو پټولو له په ژړا لاس پورې كړي۔ عمران چې څومره هم د دروغو تورونه ولګوي ٬ څومره هم ژرا وكړي په كال 2018 كښې به اولس ته ځواب وركوي۔ عمران خان د كے پي كے اولس ته دروغ وئيلي۔ د هېواد د پرمختګ لاره نيولو هڅه ئې كړې۔ عمران خان د دې هېواد او قام تر ټولولويه مسئله ده۔ د عمران خان صاحب تر ټولو لويه مسئله د پاكستان پرمختګ دے۔ اوس هم وخت دے چې د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ كښې د وزيراعظم نواز شريف ملګرتيا وكړي۔ د اتوار په ورځ خپل بيان كښې دې ووئيل عمران په ادارو د تورونو لګولو ټھېكه اخستې۔ په کے پی کے كښې د يو نيم كال نه احستاب كمېشن ته تالا لګېدلې۔ دې ووئيل د پاكستان په درېم ځل ټاكلے شوے وزيراعظم د درې نسلونو ځواب كوي۔ د عمران نه چې ځواب وغوښتلے شي نو ادارو ته سپكه وېنا كول پېل كړي ولې چې د عمران خان مقصد هېواد كښې انتشار او فساد خپرول دي۔ دې ووئيل عمران خان درې نيمو كلونو كښې د دوه اونو لګولو نه زيات نور كړې څه دي۔ اولس د ده نه پوښتنه كوي۔ ده ووئيل عمران خان صاحب ته خو هېڅ هم نه دي كړې اوس هم وخت دے چې د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ كښې د وزيراعظم ملګرتيا وكړې۔ دې ووئيل هغه وخت لرې نه دے چې عمران خان به هم لكه د خپلو بچو هېواد پرېږدي۔ دې ووئيل عمران خان شايد د خپلو بچو ذكر كولو كوم چې برطانيه كښې پېدا شول ٬ برطانيه كښې استوګنه كوي او برطانيې لپاره دي۔