د پاكستان او زمبابوے ترمينځه 8 كاله پسې ټېسټ مېچ كېږي

هرارے۔28اپرېل(اے پی پی)د پاكستان او زمبابوے كركټ لوبډلو ترمينځھ تر دې دمه شويو ټېسټ مېچونو كښې د پاكستان تله درنه ده۔ 1993 نه تر 2013 د دواړو لوبډلو ترمينځه په 17 ټېسټ مېچونو كښې پاكستان 10 او زمبابوے په 3 كښې كاميابي ترلاسه كړې ده۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ دا ټېسټ سيريز 8 كاله پس كېږي۔ پاكستان په آخري ځل د كال 2013 ستمبر مياشت كښې د مصباح الحق په مشرۍ كښې د زمبابوے دوره كړې وه او د دوه ټېسټ مېچونو سيريز برابر پاتے شوے وو۔ زمبابوے اولنے ټېسټ 24 او دويم ټېسټ پاكستان 221 رنز سره ګټلے و۔