د پاكستان او سوئيلي افريقې د كركټ لوبډلو ترمېنځه دويم ټي ټونټي نړيوال مېچ به ﴿نن﴾ كېږي

جوهانسبرګ 11 اپريل (اے پي پي) د پاكستان او سوئيلي افريقې د كركټ لوبډلو ترمېنځه دويم ټي ټونټي نړيوال مېچ به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ په جوهانسبرګ كښې كېږي. د څلور مېچونو د سېريز په وړومبي مېچ كښې پاكستان د سوئيلي افريقې لوبډلې ته ماتې وركړې. په دوهم مېچ كښې به د پاكستان لوبډلې مشري بابر اعظم او د سوئيلي افريقې د لوبډلې مشري به هیرنک کلازین كوي. د دواړو لوبډلو ترمېنځه د سېريز دريم مېچ به د اپرېل په 14 او څلورم او وروستې مېچ به د اپرېل په 16مه نېټه كېږي.