د بنګله دېش او جنوبي افريقې ويمنز ايمرجنګ پليئرز ترمينځه دريم ون ډے ميچ به ﴿نن﴾ كيږي

سلهټ 07 اپريل (اے پي پي) د بنګله دېش او جنوبي افريقې د ويمنز ايمرجنګ پليئرز ترمينځه دريم او آخري ون ډے ميچ به (نن) د زيارت په ورځ سلهټ انټرنېشنل سټيډيم كښې كيږي۔ بنګله دېش ويمن ته د 5 ميچونو سيريز كښې 0-2 سره وړندې والے ترلاسه دے۔وړومبي ميچ كښې بنګله دېش په 54 رنز او دويم ميچ كښې په 7 وكټو كاميابي ترلاسه كړې۔ د دواړو ډلو ترمينځه د سيريز څلورم ون ډے ميچ به په 11 اپريل دغسې 5م او آخري ون ډے به په 13 اپريل كيږي۔