د پاكستان او جنوبي افريقې ترمينځه وړومبے ون ډے انټرنېشنل مېچ به (نن) كيږي

سنچورين 01 اپريل (اے پي پي) د پاكستان او جنوبي افريقې كركټ ډلو ترمينځه په د درېو ون ډے انټرنېشنل ميچونو د سيريز وړومبے ميچ به (نن) د جمعې په ورځ سپر سپورټ پارك، سنچورين كښې كيږي۔ د پاكستان ډله دا مهال د جنوبي افريقې په دوره ده چرته چې به درې ون ډے او د څلورو ټي 20 انټرنېشنل ميچونو سيريز كوي۔ د دواړه ډلو ترمينځه د ون ډے سيريز وړومبے ميچ به په 2 اپريل سنچورين، دويم په 4 اپريل جوهانسبرګ دغسې دريم او آخري ميچ به په 7 اپريل سنچورين كښې كيږي۔ د پاكستان ډلي مشري بابر اعظم كوي دغسې د جنوبي افريقې مشري به تيمبا بووما كوي