د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان په سپارښتنه د پي سي بي او د اېف آئي اے سينئر چارواكو غونډه

اسلام آباد 23 مارچ (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان په سپارښتنه د پي سي بي او د اېف آئي اے سينئر چارواكو غونډه وشوه چې پكښې د سپاټ فېكسنګ پلټنو په لړ كښې د دواړ ادارو ترمينځه شريك مشاورت او دوه اړخيزه مرستې ته سلا راغله۔د غونډې په مهال پريكړه وشوه چې د پي سي بي د اړخه پلټنو بشپړېدو سره به ټول …

اسلام آباد 23 مارچ (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان په سپارښتنه د پي سي بي او د اېف آئي اے سينئر چارواكو غونډه وشوه چې پكښې د سپاټ فېكسنګ پلټنو په لړ كښې د دواړ ادارو ترمينځه شريك مشاورت او دوه اړخيزه مرستې ته سلا راغله۔د غونډې په مهال پريكړه وشوه چې د پي سي بي د اړخه پلټنو بشپړېدو سره به ټول دستاويزات او ډېټا اېف آئي اے ته وركولې شي۔اېف آئي اے به د پي سي بي پلټنو زر تر زره بشپړولو لپاره فرانزك او نور ضروري معاونت كوي۔د پي سي بي او اېف آئي اے چارواكو د اړخه به داخله وزارت ته په باضابطه توګه خواست كولې شي چې د پي ټي اے په مرسته پاكستان كښې د كركټ د جوارۍ لګونكو وېب سائټ په سمدستي توګه بند كړې شي او د ككړ كسانو په ضد كاروائي له اقدامات وكړي

مزید خبریں