دې لپاره مونږ د نړۍ او په خاص توګه ګاونډيانو سره امن او ملګرتيا غواړو خو د هند غېر ذمه وارنه طرز عمل او په لائن آف كنټرول او وركنګ باؤنډري پرله پسې خلاف ورزو پېښو سره د سيمې امن ته زيان رسي

اسلام آباد 23 مارچ (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې نن د پاكستان دفاع قوي او ناقابل تسخير ده٬زمونږ د روايتي او اتومي طاقت مقصد نړيوال او سيمه ايز امن باوري كول دي٬دې لپاره مونږ د نړۍ او په خاص توګه ګاونډيانو سره امن او ملګرتيا غواړو خو د هند غېر ذمه وارنه طرز عمل او په لائن آف كنټرول او وركننګ باؤنډري پرله پسې خلاف …

اسلام آباد 23 مارچ (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې نن د پاكستان دفاع قوي او ناقابل تسخير ده٬زمونږ د روايتي او اتومي طاقت مقصد نړيوال او سيمه ايز امن باوري كول دي٬دې لپاره مونږ د نړۍ او په خاص توګه ګاونډيانو سره امن او ملګرتيا غواړو خو د هند غېر ذمه وارنه طرز عمل او په لائن آف كنټرول او وركننګ باؤنډري پرله پسې خلاف ورزو پېښو سره د سيمې امن ته زيان رسي۔ده د زيارت په ورځ پرېډ ګراؤنډ كښې خطاب كولو۔وزيراعظم محمد نواز شريف٬د جوائنټ چيف آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال زبير محمود حيات٬د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه٬د ساؤت افريقې پوځ مشر جنرال صلاح ذكريا٬د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق٬د دفاع وفاقي وزير خواجه محمد آصف٬د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني٬وفاقي وزير خواجه سعد رفيق٬انجينئر خرم دستګير٬سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه ظفرالحق٬د پاك فضائيه مشر ايئر چيف سهيل امان٬د پاك بحريه مشر اېډمرل محمد ذكاﺀالله٬د چين سفير سن وائي ډونګ نه ځانله پارلماني غړو٬غېر ملكي مندوبينو٬سفيرانو٬هائي كمشنرانو او نور ګڼو كسانو په پرېډ كښې ګډون وكړو۔اولس مشر په خپل خطاب كښې ووئيل نن ورځ مونږ ته د يو عزم ياد تازه كوي هغه عزم كوم چې په يقين كښې بدل شو نو د هغې طاقت د نيمې وچې مسلمانانو له د قائداعظم په قيادت كښې يو داسې قوت وركړو د كومې د جمهوري هلو ځلو په نتيجه كښې چې د نړۍ تاريخ او جغرافيا دواړه بدل شو او قام ته يو ښكاره نظرياتي شناخت ترلاسه شو۔ده ووئيل په نن ورځ مونږ د پاكستان جوړولو او د پاكستان استحكام لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركونكو هغه شهيدانو او غازيانو ته پیرزوينې وړاندې كوو او دا عزم كوو چې د هغوې پھ قدم تللو سره به د هېواد پرمختګ٬څوكالۍ او سالميت لپاره د كومې هم قربانۍ څخه ډډه نه شي كولې۔اولس مشر ممنون حسېن ووئيل مونږ هند سره خبرو اترو له چمتو يو او غواړو چې د نيمې وچې د تقسيم نامكمله ايجنډا يعني د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل كړی شي دې مقصد لپاره به پاكستان د خپلو كشميري وروڼو سره اخلاقي٬سياسي او سفارتي حمايت روان ساتي۔مونږ دا هم غواړو چې نړيواله ورورولي په دې لړ كښې خپله ذمه واري ترسره كړي دغسې چې د سيمه ايزې سلامتيا او كوټلي امن خوب پوره شي۔ده ووئيل پاكستان د تېرو څو كلونو راهيسې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې بوښت دے٬په دې جنګ كښې زمونږ عسكرو او قانون نافذ كونكو ادارو په مړانه كار كړې۔زمونږ د هغه شهيدانو د غازيانو د قربانو نتيجه ده چې نن پاكستان د وړاندې په نسبت زيات محفوظ دے۔ده ووئيل زه نن په ډاګه كول غواړم چې د ضرب عضب عملياتو نه پس د ردالفساد ترمخه كاروائۍ به د ترهه ګرو تر خاتمې روانه وي او د لوے څښتن په فضل به مونږ پھ دې كښې بريالي كېږو۔په دې لړ كښې دا خبره د اطمينان وړ ده چې پاكستاني اولس د ترهه ګرۍ په ضد د كوم عزم سره د پاك پوځ او قانون نافذ كونكو ادارو ملګرتيا كوې هغه د ستائنې وړ ده۔ده ووئيل زه په دې خوشحاله يم چې زمونږ معيشت مستحكم كېدو پلو روان دے او پاكستان په سيمه كښې د يو قوي اقتصادي طاقت په حېث رامخې ته كېږي۔د پرمختګ په دې مزل كښې مونږ ته د خپلو ملګرو او وروڼو هېوادونو مرسته ترلاسه ده چې پكښې د چين كردار په خاص توګه د ذكر وړ دے۔د پاك ۔ چين اقتصادي راهدارۍ لويې پروژې د ټولې سيمې پرمختګ او څوكالۍ لاره پرانستلې۔اولس مشر ممنون حسېن ووئيل زه په دې خوشحاله يم چې په نن پرېډ كښې د جمهوريه چين پيپلز لېبرېشن آرمي ډله هم شريك ده كومه چې يوه تاريخي واقعه ده۔د دې نه وړاندې د چين پوځ كوم بهر هېواد كښې په پرېډ كښې ګډون نه دې كړے٬دلته د سعودي عرب د پوځي ډلو نه ځانله د سوئېلي آفريقې نمائندګي هم موجود ده دغسې د تركيه ملټري بينډ هم په پرېډ كښې موجود ده٬په دې مونږ د ټولو ملګرو مننه كوو او دا اعلان كوو چې د امن٬پرمختګ او څوكالۍ لويو مقصدونو له به هغوي ته زمونږ مرسته ترلاسه وي۔ده په ښه ډول كښې په پرېډ كولو د دې د كمانډرانو٬ګډون كونكو٬ځاېي انتظاميې او سي ډي اے كردار وستائلو۔

مزید خبریں