د كورونا وائرس له امله آل پاكستان فټ بال ټورنامنټ وځنډول شو

اسلام آباد 14 مارچ (اے پي پي) د كورونا وائرس له امله آل پاكستان فټ بال ټورنامنټ وځنډول شو. د ټورنامنټ د مارچ د 18مې نېټې نه په فېصل آباد كښې پېل كېدونكې و. د ټورنامنټ چيف آرګنائزر عبدالستار له مخې ټورنامنټ لپاره چمتووالې نيول شوے و. دا ټورنامنټ د مارچ د 18مې نه تر 29مه نېټه كېدونكې و كوم چې د كورونا وائرس د زياتېدونكو كېسونو له امله ځنډول شوے.