د پاكستان ورځې په لړ كښې مېنز ټېنس چېمپئن شپ به د مارچ په 18مه نېټه پېل كېږي

اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي) د پاكستان ورځې په لړ كښې مېنز ټېنس چېمپئن شپ به د مارچ په 18مه نېټه په حېدرآباد جمخانه هارډ كورټ كښې پېل كېږي. د ايونټ چيف آرګنائزر محمد خالد رحماني وئيلي دي چېمپئن شپ لپاره د اوس نه چمتووالے نيولے شوے. ده ووئيل په چېمئپن شپ كښې به د دوه كېټګري مقابلې كېږي چې پكښې د مېنز سنګلز او مېنز ډبلز مقابلې شاملې دي. ده ووئيل په ټورنامنټ كښې د ګډون خواهش لرونكي لوبغاړي د مارچ تر 15مه نېټې خپل رجسټرېشن كولے شي