لاهور۔19 مارچ (اے پی پی ) قامي كركټ لوبډله د سرفراز احمد په مشرۍ كښې (نن) د ګل په شپه ویسټ انډیز ته روانېږي۔ د پي سي بي لخوا د ویسټ انډیز دورې په مهال اعلان كړې شويو ټې 20 او ون ډے مېچونو كښې به كپتاني سرفراز احمد او ټېست مېچونو كښې مصباح الحق كوي۔د وېسټ انډيز دوره كوؤنكي 15 كسيزه ټې 20 ټېم لوبډله كښې احمد شهزاد ،کامران …
د ویسټ انډیز دورې له قامي كركټ لوبډله (نن) وېسټ انډيز ته روانېږي۔
لاهور۔19 مارچ (اے پی پی ) قامي كركټ لوبډله د سرفراز احمد په مشرۍ كښې (نن) د ګل په شپه ویسټ انډیز ته روانېږي۔ د پي سي بي لخوا د ویسټ انډیز دورې په مهال اعلان كړې شويو ټې 20 او ون ډے مېچونو كښې به كپتاني سرفراز احمد او ټېست مېچونو كښې مصباح الحق كوي۔د وېسټ انډيز دوره كوؤنكي 15 كسيزه ټې 20 ټېم لوبډله كښې احمد شهزاد ،کامران اکمل ، محمد حفیظ ، بابر اعظم ، شعېب ملک ، فخر زمان ، سرفراز احمد( کپتان)، عماد وسیم ، شاداب خان ، محمد نواز ، حسن علی ، سهېل تنویر ، وهاب ریاض ، رومان رئیس او عثمان خان شنواری شامل دي۔ په 16 كسيزه ون ډے اسکواډ كښې احمد شهزاد ، کامران اکمل ، محمد حفیظ ، بابر اعظم ، شعېب ملک ، فخر زمان ، آصف ذاکر ، سرفراز احمد ( کپتان) عماد وسیم ، شاداب خان ، حسن علی ، وهاب ریاض ، محمد عامر ، فهیم اشرف ، جنېد خان او محمد اصغر شامل دي۔ د ټېم مېنجر طلعت علی او هېډ کوچ مکی آرتھ دے۔ قامي كركټ لوبډله به د دورې په مهال 4 ټي 20 ٬ 3 ون ډے او 3 ټېسټ مېچونه كوي۔ د ټې ټونټې سیریز اولنې مېچ به په 26 مارچ ٬ دوهم به په 30 مارچ ٬ درېم به په 1 اپرېل او څلورم به په 2 اپرېل كولے شي۔ ون ډے سیریز به په 7 اپرېل پېل كړے شي دويمه ون ډے به په 9 او درېمه به په 11 اپرېل كولې شي۔ په درې ټېسټ مېچونو كښې به اولنې په 22 اپرېل جمېكا ٬ دوهم په 30 اپرېل بارباډوس او درېم په 10 مئي ډومينيكا كښې كولې شي۔ د قامي لوبډلې د ون ډے او ټي 20 كپتان سرفراز احمد ووئيل نړيوال جام لپاره كوالېفائي كولو له د وېسټ انډيز دوره ډېره مهمه ده۔ او مونږ هيله ده چې بولنګ ٬ بېټنګ او فيلډنګ كښې ښه كردار ترسره كولو سره سېريز كښې كاميابي ترلاسه كړو۔












