كوئټه٬ د بين الصوبائي رابطه قائمه كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر سردار يعقوب خان د سېنېټر مشاهد الله خان په مړينه غمرازي ښكاره كړه

كوئټه 19 فروري (اے پي پي)د بين الصوبائي رابطه سېنېټ قائمه كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر سردار يعقوب خان ناصر د ماحولياتو پخواني وفاقي وزير سېنېټر مشاهد الله خان په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې۔ د جمعې په ورځ د غمرازۍ خپل پېغام كښې سېنېټر سردار يعقوب خان ناصر ووئيل مشاهد الله خان د پاكستان مسلم ليګ(ن) مخلص لارښود او فعال سياسي كاركن ؤ۔ د ارواښاد ګوند سره پخوانے تړون او خذمات به تل ياد ساتلې شي۔ ده د ارواښاد لوړو درجو او غم جنې كورنۍ له د صبر او زغم دعا وكړه۔