صوبائي داخله وزير مير ضياﺀ الله لانګو سره د بلوچستان آئي جي محمد طاهر رائے ملاقات ٬ د شريكو خوښې او د امن په صورتحال د خيالاتو څرګندونه

کوئټه۔16فروری(اے پی پی) صوبائي داخله وزير مير ضياﺀ الله لانګو سره د بلوچستان آئي جي محمد طاهر راے ملاقات كړے۔ ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو او بلوچستان كښې د امنيت په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې مهال د امنيتي وضعې لا بهترۍ له د هر يو ممكن ګام په پورته كولو صلاح يوه شوې۔ داخله وزير په دې موقع خپلو خبرو كښې ووئيل د اولس د ځان او مال ساتنې له به ټول ضروري ګامونه پورته كولې شي۔ د قانون سرلوړي باوري كولو له به تر هر يو حد ځان رسوؤ۔ صوبه كښې به چاته د قانون په لاسونو كښې د اخستو اجازه ورنه كړې شي۔ هغه ووئيل د هېواد خاوره مونږ نه د يو اتحاد او همغږۍ غوښتنه كوي۔ داخله وزير ووئيل د بلوچستان پوليس د صوبې امن بحالولو له بلها قربانۍ وركړي