د دولت مشتركه بنيادي اقدار رامخې ته كولو كښې د اېكشن ډلې كردار د ستائنې وړ دے۔ پاكستان د امن ٬ پرمختګ او جمهوريت وده كښې د دولت مشتركه او دې سره د اړوند تنظيمونو كردار ډېر مهم ګڼي۔ د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز لندن كښې د دولت مشتركه وزارتي اېكشن ډلې 50 مې ډلې ته خطاب

اسلام آباد ۔ 18 مارچ (اے پی پی) د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز د دولت مشتركه بنيادي اقدار رامخې ته كولو كښې د اېكشن ډلې كردار ستائلو سره ووئيل چې پاكستان د امن ٬ پرمختګ او جمهوريت وده كښې د دولت مشتركه او دې سره د اړوند تنظيمونو كردار ډېر مهم ګڼي۔ لندن څخه د ترلاسه شوي يو پېغام ترمخه د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار دا خبره د …

اسلام آباد ۔ 18 مارچ (اے پی پی) د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز د دولت مشتركه بنيادي اقدار رامخې ته كولو كښې د اېكشن ډلې كردار ستائلو سره ووئيل چې پاكستان د امن ٬ پرمختګ او جمهوريت وده كښې د دولت مشتركه او دې سره د اړوند تنظيمونو كردار ډېر مهم ګڼي۔ لندن څخه د ترلاسه شوي يو پېغام ترمخه د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار دا خبره د دولت مشتركه وزارتي اېكشن ډلې 50 مې ډلې ته خطاب كښې وكړه۔ ده د دولت مشتركه سېکرټرېټ او غړو هېوادونو ترمينځھ د پرله پسې تماس نيولو په اهميت زور راوړو۔ برطانيه كښې د پاكستان هائي كمشنر سيد ابن عباس هم خارجه سلاحكار سره و۔ د قبرص خارجه وزير په مشرۍ كښې شوې دې غونډه كشې د دولت مشتركه بېلو غړو هېوادونو خارجه وزيرانو او سلاحكارو ګډون وكړو۔ د دولت مشتركه عمومي سېكتر پيټريسيا سكاټ لېنډ پلاوي جمهوري عمل مستحكم كولو له غړو هېوادونو سره د پرله پسې تماس په اړه خبر كړل۔ په دې مهال سرتاج عزيز پرنس آف وېلز شهزادہ چارلس سره ملاقات كښې كټورې خبرې وكړې۔ پرنس چارلس د پاكستان او برطانيې ترمينځه دوه اړخيزه مستحكم اړيكې وستائلې۔ او پاكستاني اولس او حكومت لپاره ئې د نېك هيلو څرګندونه وكړه۔ خارجه سلاحكار ده ته د پاكستان دورې بلنه وركړه۔ په دې پرنس آف وېلز ووئيل زه به ډېر زر د پاكستان دوره وكړم۔ د دولت مشتركه عمومي سېكتر سره مختصر ملاقات كښې سرتاج عزيز د تنظيم غړو هېوادونو سره په ګډه كار كولو له د پاكستان د كلك لوظ پخلې وكړو۔

مزید خبریں