خېبرپښتونخوا كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له امله 4 كسان مړه شول

پېښور 12 فروري (اے پي پي) خېبر پښتونخوا كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له امله 4 كسان مړه شوي او دې نه پس په ټوله صوبه كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 1980 ته رسيدلي۔ د روغتيا محكمې له مخې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا 192 كيسونه رپورټ شوي، د كورونا كيسونو مجموعي شميره 69 زره 164 ته رسيدلې۔د 24 ساعتو په مهال د كورونا 277 رنځوران ښه شوي او دې نه پس د ښه شوو رنځورانو شميره 65 زره 213 ته رسيدلې ۔پېښور كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا 92 نوي كيسونه رپورټ شوي او د كورونا كيسونو شميره 27 زره 982 ته رسيدلې ۔ د روغتيا محكمې وياند له مخې پېښور كښې تر اوسه د كورونا له امله 1021 كسان مړه شوي دي ۔