د خېبر پختونخوا بصارت نه محرومه وګړو لپاره خوشخبري

پېښور۔11فروری(اے پی پی) د خېبر پختونخوا د بصارت نه محرومه وګرو لپاره صوبه كښی د اولني برېل پرنټنګ پرېس جوړولو لوظنامه شوې۔ د تفصيلات له مخې د خېبر پختونخوا په بېلو بلائنډ سكولونو كښی زده كړې ترلاسه كوؤنكو وګړو ته به اوس د كتابونو رسنه آسانه شي۔ د پرنټنګ پرېس لګولو حوالې سره سوشل وېلفیئر ډیپارټمنټ سپلائي آرډر وركړے دے۔ سوشل ویلفیئر ډیپارټمنټ انفوټېک کارپوریشن سره لوظنامه كړې ده چې له مخې به ئې كمپني په 4 مياشتو كښې برېل پرنټنګ پرېس صوبائی سرښار پېښور كښې ولګوي۔ دا خبره دې ياده وي چې د برېل پرنټنګ پرېس د نشتوالي په سوب بلائنډ سكولونو ته د كتابونو رسنه يوه لويه مسئله وه