شهباز شريف سره د اياز صادق ملاقات ٬ د سېنېټ په ټاكنو د خيالاتو څرګندونه

لاهور۔11فروری(اے پی پی) د لاهور احتساب عدالت كښې د زيارت په ورځ د آشيانه هاؤسنګ سكيم كېس كښې د پېشۍ په موقعه د مسلم ليګ نون صدر محمد شهباز شريف سره د قومي اسمبلۍ پخواني سپيكر اياز صادق كمره عدالت كښې ملاقات وكړو او هغه سره ئې د سېنېټ په راروانو ټاكنو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په دې موقعه خواجه سعد رفيق هم موجود وو۔ كمره عدالت كښې تر ډېره وخته د مسلم ليګي لارښودو ترمينځھ خبرې روانې وې۔ په دې مهال شهباز شريف د خپل لاس يو ليكلې خط خواجه سعد رفيق ته وركړو۔