اصغر خان اچكزئۍ د عوامي نېشنل پارټۍ د صوبائي پارليماني بورډ غونډه نن راوبلله

کوئټه۔11فروری(اے پی پی) د عوامی نېشنل پارټۍ صدر او بلوچستان اسمبلۍ كښې پارلماني لارښود اصغر خان اچكزئۍ د صوبائي پارليماني بورډ غونډه نن د جمعې په ورځ د فرورۍ په 12 مه نېټه د ورځې 12 بجې كوئټه كښې رابللې ده۔ هيله ده چې غونډه كښې به سېنېټ ټاكنو كښې د اے اېن پي په ستراتيجۍ او اتحادي ګوندونو سره د رابطو په شمول د اے اېن پي كانديدانو سېنېټ كښې د نامزګۍ په حقله پرېكړې وكړې شي۔