لاهور ، مناواں كښې د جوړيدونكې جومات ګنبد راپريوت ٬ درې كسان مړه او 9 ژوبل شول

لاهور 11 فروري (اے پي پي) د لاهور مناواں سيمه كښې د جوړيدونكې جومات ګنبد راپريوتو په نتيجه كښې 3 كسان مړه او 9 ژوبل شوي۔نجي ټي وي چينل له مخې ريسكيو ډلې د پېښې ځاے ته په رسيدو د ملبې لاندې څخه مړه او ژوبل كسان راوېستلي او نزدې روغتون ته ئې رسولې۔ په سمدستي توګه د پېښې په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي