پېښور كښې په نرښځي تشدد

پېښور ۔11فروری(اے پی پی) پېښور كښې يو نرښځي سره ډېر زياتے شوے۔ د نائټ پارټۍ نه بېرته د راتللو په مهال ظالمانو د زياتي كولو نه پس د هغه سر خرولے۔ دا پیښه د پېښور ښار فقير آباد چابيانو كلي كښې رامخې ته شوې۔ د تفصيلات له مخې نرښځے نېنا تېره ورځ د خپلو ملګرو سره پارټۍ لپاره تلے ؤ۔ د پارټۍ نه د بېرته راتللو په مهال نامعلومه كسانو هغه وتښتولو او د زياتي كولو نه پس ئې ترې سر وخرولو