خېبر پښتونخوا كښې د روزګار موقعې راپېدا كولو لپاره په هره ضلع كښې د خاص اقتصادي زون جوړولو پرېكړه شوې

پېښور 10 فروري (اے پي پي) په خېبر پښتونخوا كښې د روزګار موقعې راپېدا كولو لپاره په هره ضلع كښې د خاص اقتصادي زون جوړولو پرېكړه شوې او په صوبه كښې به بند صنعتونه هم بحال كولې شي. د خېبر پښتونخوا حكومت د صوبې په بېلا بېلو سيمو كښې د اقتصادي ځايونو د بحالې او روغونې كار پېل كړے. په ډېره اسماعيل خان او اېبټ آباد كښې په سمال انډسټريل سټېټ 80 فيصده كار ترسره شوے. پاتې كار به په مارچ كال 2021م كښې ترسره شي. د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰی د صنعت او تجارت صلاحكار عبدالكريم خان له مخې په يوولسو ضلعو كښې د 229 مليونه روپو نه زياته سرمايه كاري شوې. په صوبه كښې د اقتصادي ځايونو په جوړولو وګړو او په خاص توګه ځوانانو د اطمينان څرګندونه كړې. د سركاري چارواكو له مخې په صوبه كښې په دوو كلونو كښې 59 نوې صنعتي يونټې شاملې كړې شوي او 47 ناكاره او بندې يونټې هم چالو كړې شوي