د ګلګت ډپټي كمشنر په مشرۍ كښې د كشمير يو والي ورځې په اړه مهمه غونډه وشوه

ګلګت 01 فروري(اے پي پي) د ګلګت ډسټركټ مجسټرېټ او ډپټي كمشنر نويد احمد په مشرۍ كښې د كشمير يو والي ورځ په اړه مهمه غونډه شوې ۔په غونډه كښې د ګلګت اېس اېس پي اسسټنټ كمشنر ګلګت٬د جګلوټ اسسټنټ كمشنر او نورو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔په دې موقع د ګلګت ډپټي كمشنر نويد احمد ووئيل د فرورۍ په پنځمه نېټه به د كشمير يو والي ورځ په بشپړه توګه لمانځلې شي۔ده ووئيل د فرورۍ په پنځمه نېټه به سهار لس بجې د آغا خان شاهي پولو ګراؤنډ څخه تر اتحاد چوك د كشمير مظلوم اولس سره د يو والي څرګندونې لپاره لاريون كولې شي۔په دې موقع به نورې بېلا بېلې دستورې هم كولې شي چې پكښې به كشميريانو سره د يو والي څرګندونه كولې شي