پارليماني لارښود اصغر خان اچكزئي سره چمن كښې د بېلو طبقو پلاويو وليدل

کوئټه 01 فروری(اے پی پی) د عوامي نېشنل پارټۍ د بلوچستان اسمبلۍ پارليماني لارښود اصغر اچكزئي سره د ګل په ورځ چمن كښې د بېلو طبقو پلاويو ملاقاتونه وكړل۔ اصغر خان اچكزئي د خلكو مسئلې واورېدلې او هغوي ته ئې د دې د حل كولو باور وركړو