په خېبرپښتونخوا كښې تعليمي ادارې پرانستل شوې

پېښور 01 فروري(اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د تعليم څانګې ډائريکټر حافظ محمد ابراهيم وئيلي دي چې د پېښور پشمول په صوبه كښې د سمر زون ټولې تعليمي ادارې پرانستل شوي دي او د ونټر زون د سكولونو تعطيلات تر 14مې فرورۍ پراخه كرې شوې دي۔ د تعليم څانګې له مخې پوهنتونو٬ كالجونو او مډل سكولونو كښې كلاسونه پېل شوي دي، د كرونا نه بچ كېدو سره تعليمي نظام په بشپړه توګه بحالول دي۔ چارواكي ووئيل چې په تعليمي ادارو كښې به په كرونا اېس او پيز په سختۍ سره عملدرامد كولې شي او په دې لړ كښې د ادارو مشرانو ته د حفاظتي انتظاماتو امر جاري شوې دې٬ د اېس او پيز له مخې ماسك لازمي ګرځولې شوې او په ادارو كښې لاس وينځلو لپاره هم انتطام شوې دې