د دفاع وزير پروېز خټك په نوښار كښې د خپلې وېنا په اړه وضاحتي بيان جاري كړو

پیښور31 جنوري (اے پي پي) د دفاع وزير پروېز خټك په نوښار كښې د خپلې وېنا په اړه وضاحتي بيان جاري كړو۔د دفاع وزير پروېز خټك وئېلي دي چې ده پھ خپله وېنا كښې په واضحه توګه وئېلي وو چې هغه عمران خان سره مخلص دے او د هغه احسان منونكې دې۔ده ووئيل چې د عمران خان په ما ډېر احسانات دي٬ځكه په هر لحاظ عمران خان سره يم۔ده ووئيل چې د پي ډي اېم تحريك اولس رد كړې٬د پي ډي اېم مصنوعي اتحاد خپل كرپشن او غلا بچ كولو لپاره وو۔ده ووئيل چې اپوزېشن زما عزت كوي ځكه زه هم د اسمبلۍ د غړو خيال ساتم٬په سياست كښې كښې څوك دهوكه نه شي راكولې۔ده ووئيل چې په پي ډي اېم كښې سخت اختلافات پیدا شوي او ډېر زر به د دوي مصنوعي اتحاد خپل انجام ته ورسي۔د اوسنۍ ګرانۍ ذمه وار د پخوانو حكومتونو واكمن دي٬د كومو د غلطو پالېسو په وجه چې نن پاكستان په قرض كښې ډوب دې