په كرك كښې ټرافېكي پیښه٬يوه مېرمن مړه او دوه تنه ژوبل

پېښور 31 جنوري (اے پي پي) د كرك ضلعې په رحمت آباد سيمه كښې دوه موټر سائيكل په خپلو كښې ټكر شوي دي چې په نتيجه كښې يې يوه مېرمن مړه او دوه تنه سخت ژوبل شوي دي۔ د كرك رېسكيو 1122 اطلاع ترلاسه كېدو سره د پېښې ځاې ته رارسېدو سره ژوبل شويو ته ابتدائي طبي مرسته وركولو سره معالجې لپاره د كرك چلډرن روغتون ته منتقل كړي دي