پیښور 30 جنوری (اے پی پی)د دفاع وزير پروېز خټك وئېلي دي چې د پي ډي اېم تحريك اولس رد كړې٬د پي ډي اېم مصنوعي اتحاد كرپشن بچ كولو لپاره وو۔هغو ټولو رد شويو ګوندونو كومو چې په تېر وخت كښې د يو بل په غلا پرده اچولې او بيا خپله غلا پټولو لپاره يې پي ډي اېم جوړ كړې٬اوس د سختو اختلافاتو ښكار شوې۔ده دا خبرې د نوښار په مانكي شريف سيمه كښې د زين الله او د هغه د ټولې كورنۍ د اے اېن پي څخه په تحريك انصاف كښې د ګډون كولو په موقع غونډې ته خپله وېنا كښې وكړی۔پروېز خټك ووئيل چې د پاكستان 22 كروړه اولس شعور لري هغوي ته معلومه ده چې پاكستان مسلم ليګ(ن)او پيپلز ګوند د هېواد خزانه لوټ كړې او د پاكستان سباؤن روښانه كولو په ځاې يې خپل سباؤن ښه كړې۔ده ووئيل چې د دوي د غلطو پالېسو په وجه د پاكستان معيشت تباهۍ سره مخ شوې۔ده ووئيل چې د سېنېټ ټاكنې د اوپن بېلټ د لارې كولو سره به هارس ټرېډنګ ختم شي۔