په خېبرپښتونخوا كښې به د پي ټي آئي دور تاريخي ثابت شي۔اسد قيصر

صوابۍ 30 جنوری (اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر وئېلي دي چې په خېبرپښتونخوا كښې به د پي ټي آئي دور تاريخي ثابت شي۔اوسنې حكومت د اولس ستونزې د دوي په كور حل كولو باور لري٬حكومت اولس سره كړې لوظونه پوره كوي۔ده دا خبرې د خالي په ورځ د صوابۍ په مرغز سيمه كښې د كميونټي سنټر او د جومات د پرانستې دستورې پھ موقع يوې لويې اولسي غونډې ته پھ خپله وېنا كښې وكړې۔ده ووئيل چې داسې كميونټي سنټرې به د صوابۍ په نورو يونين كونسلو كښې هم جوړولې شي۔ده ووئيل چې د صوبائي حكومت لخوا عائمه كرامو لپاره وظيفه مقرر كړې شوې او دا د فاټا د ضم شويو ضلعو څخه پېل شوې كومه به چې اوس په ټوله صوبه كښې پېل كړی شي