ګلګت بلتستان كښې به ټولې سركاري او نجی تعلیمی ادارې د 01 فروری څخه پرانستلې شي

ګلګت 28 جنوری (اے پی پی)ګلګت بلتستان كښې به ټولې سرګاري او نجی تعلیمی ادارې به د یكم فروری څخه پرانستلې شي۔ د ګلګت بلتستان ایجوګیشن ډیپارټمنټ لخوا جاري نوټیفګیشن له مې د این سی او سی د پريكړو ترمخه جی بی كښې به ټولې تعلیمی ادارې د اېس او پیز ترمخه پرانستلې شي۔ خو ځينې سيمې چرته چې زياته يخښني ده او واوره شوې ، هلته به تعلیمی ادارې د يخښۍ رخصتيو نه پس پرانستلې شي۔ دا خبره دې ياده وي هېواد كښې د كورونا دويمې چپې نه پس د این سی او سی د پريكړو ترمخه ټول هېواد كښې تعلیمی ادارې بندي كړې شوې وي