پاكستان او سعودی عرب د ورورولۍ قوي اړيكې لري ، د بلوچستان ګورنر

كوئټه 27 جنوری (اے پی پی)د بلوچستان ګورنر امان اللہ خان یاسین زئی وئيلي دي پاكستان او سعودی عرب خپلو كښې د ورورولۍ قوي اړيكې لري. ضروری ده چې د نوو تقاضو له مخې دواړه اسلامی هېوادونه خپلو كښې اړيكې لا مستحكمې كړي ٬ تاریخ ګواہ دے چې په هر سخت وخت كښې سعودی عرب خصوصی مرسته كړي. د دې خيالاتو څرګندونه ده د سعودی عرب تبوك ګورنر پرنس فهد بن سلطان بن عبدالعزیز آل سعود سره د نجی دورې په مهال دالبندین كښې وكړه. په دې موقع پاكستان كښې د سعودی عرب سفیر نواف بن سعد المالكی، كمشنر رخشان ډویژن سعید عمراني او ډپټی كمشنر آغا شیر زمان هم موجود وو. ګورنر بلوچستان ووئيل پاكستان او سعودی عرب خپلو كښې نزدې د ملګرتيا اړيكې لري او دې سره به د سيمې امن له ښې نتيجې ترلاسه شي۔